افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې ۴۰۰ بندیان د پاکستان له زندانونو څخه او درې نور د عراق له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت مخکې له دې د عراقي او پاکستاني زندانونو څخه د لسګونو افغان کډوالو د خوشې کیدو او بیرته راستنیدو اعلان کړی و.