افغان غږ خبری آژانسذ- کابل: د افغانستان د مرکزي بانک په وینا، د هیواد له جنوب لویدیځ زون څخه راټولې شوې ۴۰۵ میلیون ۸۹۲ زره افغانۍ د بانک د دوهم مرستیال ملا محمد اخند په مشرۍ د یوه پلاوي تر څارنې لاندې لیږدول شوې او بیا وسوځول شوې.
د مرکزي بانک چارواکو وویل چې دا اقدام د ملي اسعارو د ارزښت ساتلو او په بازار کې د زړو بانک نوټونو د جریان مخنیوي په موخه شوی دی.
د دې پروسې په جریان کې، ملا محمد آخند له خلکو وغوښتل چې د افغانیو د اسعارو سمې ساتنې او کارولو ته جدي پاملرنه وکړي او د اصولو په پام کې نیولو سره د بانک نوټونو د وخت څخه مخکې خرابیدو مخه ونیسي.