دخپریدو نیټه :شنبه ۸ قوس ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 338471
د شمال-جنوب دهلیز او د لاجوردو لارې نښلول د آسیا د اقتصادي بدلون لپاره مهم دي
په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر د شمال-جنوب ټرانسپورټي دهلیز په دریم نړیوال فورم کې وویل چې د شمال-جنوب دهلیز، د لاجوردو لارې او ځمکني دهلیز نښلول د آسیا د اقتصادي بدلون لپاره مهم دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په مسکو کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د شمال-جنوب ټرانسپورټي دهلیز په دریم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.
 
په فورم کې د افغانستان سفیر د شمال-جنوب دهلیز، د لاجوردو لارې او ځمکني دهلیز نښلول د آسیا د اقتصادي بدلون لپاره مهم وبلل.
 
د سفر په جریان کې، ښاغلي حسن د استراخان والي سره د اقتصادي همکارۍ، ټرانزیټ اسانتیاوو او د افغانستان د ستراتیژیک اهمیت په اړه خبرې وکړې او د ښار د سوداګریز بندر څخه یې لیدنه وکړه.
https://avapress.net/vdcbzwbf8rhbfap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته