افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د وزارت د روغتیا خدماتو وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ یو پلاوي ترکیې ته د رسمي سفر په جریان کې د جاپاني نړیوال شرکت "FUJIFILM HEALTH CARE" له استازو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې غونډه کې، د جاپاني شرکت استازو د وروستي پرمختللي طبي تشخیصي وسایلو او طبي امیجنگ تجهیزاتو په اړه جامع او تخنیکي معلومات وړاندې کړل.
مولوي عبدالولي حقاني د هیواد د روغتیا سیسټم په پیاوړتیا کې د دې تجهیزاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "د ناروغیو معیاري او پر وخت تشخیص نه یوازې د درملنې لګښتونه د پام وړ کموي، بلکې د جدي پیچلتیاوو مخه هم نیسي او د روغتیا خدماتو عمومي کیفیت ښه کوي."
هغه زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت اوس مهال جدي او پلان شوي هڅې کوي ترڅو په ټول هیواد کې روغتونونه او روغتیایی مرکزونه په پرمختللو طبي تجهیزاتو او وسایلو سمبال کړي.