افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د قوس ۸مه) اعلان وکړ چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شفیخیل، انارخیل او کهنه کلا کلیو کې د اوبو ایستلو شبکې جوړولو پروژه په رسمي ډول پرانیستل شوه او پیل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د بغلان د کرنې رئیس مولوي عبدالکریم حذیفه، د مرکزي بغلان ولسوال مولوي حسین شهاب، د کرنیزو ځمکو د اوبو ایستلو او ښه والي ریاست تخنیکي پلاوي او د سیمې یو شمیر با نفوذه خلکو او اوسیدونکو ګډون کړی و.
دا پروژه د فواد ارمین ساختماني شرکت سره د ټولټال ۲،۸۷۵،۴۳۴ افغانیو په ارزښت قرارداد شوې او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې څخه تمویل کیږي.
د دې پروژې په پلي کولو سره:
له ۴۰۰ جریبه څخه زیاته ځمکه د ولاړو اوبو څخه خلاصه شوې او د دوه فصلونو کښت لپاره چمتو ده.
له ۲۵۰ جریبه څخه زیاته ځمکه به هم د کال له یو ځل کښت څخه په کال کې دوه ځله کښت ته واړول شي.
د کرنې وزارت چارواکو ټینګار وکړ چې دا پروژه به د کرنیزو سیمو په پراختیا، د تولید زیاتولو، دوامداره دندو رامینځته کولو او په سیمه کې د بزګرانو د ژوند ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.