افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د قوس ۸مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د دوآب ولسوالۍ په ماوا سیمه کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د خرڅلاو لپاره لیلام په شفافه پروسه کې د دې ولایت د کانونو رییس مولوي سید رحیم، د کمیټې غړو، سیمه ییزو چارواکو، د ولایتي ادارو استازو او د هیواد د ګڼ شمیر پانګوالو په شتون کې ترسره شو.
په دې لیلام کې، کنزایټ، مورګانایټ او مختلف کرسټالونه په ۱۱۱،۵۵۷،۵۵۰ افغانیو وپلورل شول، چې ۱۰ سلنه یې د اسلامي امارت ونډه ده.
د یادونې وړ ده چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د خرڅلاو لپاره لیلامونه مخکې د هیواد په ځینو ولایتونو کې ترسره شوي وو.