افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دې تړون له مخې، قراردادي شرکتونه اړ دي چې په بار وړلو او مسافر وړونکو موټرو کې د تعقیبي وسایل نصب کړي او د دې ټیکنالوژۍ کارولو لپاره اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي چې د دې اقدام هدف د سړک امنیت زیاتول، د ترانسپورت ښه مدیریت او د وسایطو فعالیتونو نږدې څارنه ده. د دوی په وینا، د GPS نصب کول کولی شي د سرغړونو کمولو، د قاچاق مخنیوي او د لارو غوره مدیریت کې مهم رول ولوبوي.
وزارت دا هم ټینګار کړی چې د دې پلان پلي کول د ترانسپورت سکتور کې د پراختیایي پروګرامونو برخه ده او ټاکل شوې چې په راتلونکي کې نورو اړوندو سکتورونو ته هم وغځول شي.