افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې وزارت د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د ۴۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۸ کیلومتره سړک د جوړولو او رغونې کار د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فتح، د بلخ د والي مرستیال مولوي نور الهادي ابو ادریس، د دې ولایت د فواید عامې رییس مولوي عبدالصبور صابر او یو شمیر سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو په شتون کې پیل کړی دی.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا سړک ۱۸ کیلومتره اوږد او ۱۰ متره پلن دی، چې له دې جملې څخه ۶ متره اسفالټ دی او د سړک په دواړو خواوو کې دوه متره اوږې شتون لري. د دې پروژې په اوږدو کې به د پلونو دوه پایې، استنادي دیوالونه، کراسنګونه او یو شمیر پلچکونه هم جوړ شي، چې د ۲۲ میاشتو په اوږدو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د دې سړک د جوړولو په جریان کې به یو شمیر ځایی اوسیدونکو ته د کار فرصتونه برابر شي او د دې پروژې له بشپړیدو وروسته به د بلخ ولایت د کشنده او زارع ولسوالیو او د سرپل ولایت د ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو څخه د خلکو د تګ راتګ، د بلخ ولایت د سفید سنګ د ډبرو سکرو کان او د سرپل ولایت د بلخ آب د ډبرو سکرو کان د پروسس او استخراج او د کرنیزو محصولاتو د لیږد لپاره ډیرې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده چې د دې سړک د ډیزاین کار څه موده وړاندې پیل شوی و او اوس یې عملي کار پیل شوی دی.