افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د ژمي موسم په رارسیدو سره، د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو او معلولینو د کورنیو سره د مرستې په موخه، د یوې خیریه موسسې په مالي ملاتړ سره، د شهیدانو او معلولینو (۵۰۰) کورنیو ته د ژمنیو مرستو، کمپلو او جامو په ګډون، په منظم او عادلانه ډول ویشلي دي.
د مرستو ویش په جریان کې، د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي سید محمد ابو عرفان، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د پورته ذکر شوي سازمان د مرستې او پاملرنې څخه مننه څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې د سړې هوا په راتګ سره، په هیواد کې د بې وزلو او اړمنو کورنیو د ژوند او اقتصادي ستونزو کچه لوړه شوې ده.