افغان غږ خبری آژانس: پدې لوبه کې، افغانستان په لومړۍ نیمایي کې یو ګول وواهه او په دویمه نیمایي کې یې درې نور ګولونه ووهل.
مخکې له دې، د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډله د میانمار او سوریې په وړاندې د ورته پایلو سره، ۳-۱ سره ماتې خوړلې وه، او یوازې د نیپال په وړاندې په لوبه کې یې ۲-۰ ګټلی و.
افغانستان د میانمار، سوریې، نیپال او عمان سره په "G" ګروپ کې و.
په پای کې، د میانمار لوبډله وتوانیده چې د ۱۰ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۲۰۲۶ کال د آسیا د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو کپ ته لاره ومومي.