افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې په دې پروژو کې (۱۳۶) متره استنادي دیوال او د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ په ده عشق کلي کې (۵۷) متره اوږد کوچنی بند (چکدام) شامل دي چې د (۱۳.۹ میلیون افغانیو) په لګښت جوړ شوی دی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې دا پروژې به لسګونو کارګرانو ته دندې پیدا کړي.
وزارت زیاته کړه چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د کلي د اوسیدونکو د چاپیریال ستونزې په اړوندو ادارو کې حل شي.