افغان غږ خبری آژانس - کابل: د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو پرمختیایي پروژو جوړول چې پکې یو ۱۵ متره پل او یو ۴.۶ متره اوږد پل شامل دي د ۴.۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوي دي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي دي.
د دې پروژو د جوړولو په جریان کې به لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي او د دوی په بشپړیدو سره به د ولسوالۍ د اوسیدونکو د ترانسپورت ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې په مرکز او بیلابیلو ولایتونو کې د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د پراختیایي پروژو پلي کول روان دي.