افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د قوس ۱۰مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د ادارې او رازي بنسټ ترمنځ د ګډ تفاهم لیک پر بنسټ، د فراه ولایت د جوین او خاک سفید ولسوالیو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه په زور ایستل شویو کډوالو ۸۸۲ کورنیو او مستحقو سیمه ایزو کورنیو ته نغدي مرستې وویشل شوې.
د دې پروګرام پر بنسټ، د جوین ولسوالۍ ۳۵۰ کورنیو او د خاک سفید ولسوالۍ ۵۳۲ کورنیو ته د هرې کورنۍ لپاره ۸۰ امریکایي ډالر (د افغاني معادل) ورکړل شول. د دې مرستې ټولټال اندازه ۷۰،۵۶۰ امریکایي ډالر ده، چې له ۴.۶ ملیون افغانیو څخه زیاته ده.
دا مرسته د بیا میشتیدنې په لومړیو مرحلو کې د راستنیدونکو کورنیو ملاتړ او د هغوی لپاره د اړینو اړتیاوو چمتو کولو په موخه ده.
د یادونې وړ ده چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري راستنیدو پروسه په شدت سره دوام لري، او هره ورځ زرګونه خلک د رسمي او غیر رسمي پولو له لارې هیواد ته ننوځي، چې سمدستي او دوامداره بشري ملاتړ ته اړتیا لري.
سرچینه: د افغان غږ خبري اژانس (AVA) کابل