افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د قوس ۱۰مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې هرې کورنۍ ته ۸۵ کیلوګرامه خوراکي توکي ورکړل شوي، چې پکې اوړه، غوړي، وريجې، بوره او خرما شامل دي.
ټولنې وویل چې د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو شویو کورنیو ورځنۍ ستونزې تر یوې اندازې حل شي او بیړنۍ مرسته به وشي.
د یادونې وړ ده چې د افغان سرې میاشتې ټولنې پخوا د هیواد په ځینو ولایتونو کې یو شمیر اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ویشلي وو.