افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکندي ولایت د فزیکي زده کړې او سپورت ریاست د خپرونو رییس حسن پرویز باتور د
افغان غږ خبری آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې دا سیالۍ درې اونۍ وړاندې د دشت کاریز سپورټي ډګر کې د ۱۸ ټیمونو په ګډون ترسره شوې او د کجران مرکز د ځوانانو ټیم د اتلولۍ په ګټلو او د قلعه لاش کنډک ټیم د دویم مقام په ترلاسه کولو سره پای ته ورسېدې.
د هغه په وینا، د دې ټورنمنټ مالي ملاتړ د کجران ولسوالۍ والي لخوا چمتو شوی او غوره ټیمونو ته جایزې ورکړل شوې.
ښاغلي باتور وویل چې د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د سپورتي روحیې وده، د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا او د ولسوالیو په کچه د سپورتي استعدادونو د ودې لپاره یو پلیټ فارم چمتو کول دي، او زیاته یې کړه چې د فوټبال سیالۍ د ولایت په ټولو ولسوالیو کې ترسره کیږي.