دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 338981
په کونړ کې ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۴.۲ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه
د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې په کونړ ولایت کې یې ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۴.۲ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د کونړ ولایت په مرکز اسد آباد او د ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۴ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه.

د سرې میاشتې د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، هرې کورنۍ ته ۱۰۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو شویو کورنیو د اساسي اړتیاوو یوه برخه پوره شي او د دوی اقتصادي ستونزې به تر یوې اندازې پورې کمې شي.
https://avapress.net/vdch66nxz23nxwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته