افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امر بالمعروف وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې دا ښځې، چې د کورني تاوتریخوالي له امله له کلونو راهیسې له خپلو شرعي حقونو څخه محرومې وې، خپل شرعي حقونه بیرته ترلاسه کړي دي.
د دوی له ډلې څخه، یوه ښځه له ۵۰ کلونو وروسته له کورني نظربندۍ څخه وژغورل شوه، او درې نورې ښځې هم د جبري واده څخه منع شوې.
د یادونې وړ ده چې د امر بالمعروف وزارت مخکې د هیواد په ځینو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي څخه د لسګونو ښځو د ژغورنې اعلان کړی و.