افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، د قوس ۱۱) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د دې سړک د کار په جریان کې به لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي.
وزارت زیاته کړه چې د دې کلیوالي سړک په بشپړیدو سره به د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو د ترانسپورت ستونزې حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په ځینو لرې پرتو سیمو کې د یو شمیر کلیوالي سړکونو د ترمیم کار هم روان دی.
د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د کلیوالي سړکونو نشتوالی د دې سیمو د اوسیدونکو لپاره یو له اصلي ننګونو څخه ګڼل کیږي.