افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، د قوس ۱۱) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې وايي، په تېرو ۳۰ ورځو کې، ټولنې د میدان وردګو ولایت په مختلفو ولسوالیو او کلیو کې ۱۵۱۷ ناروغانو ته د درملو معاینه او ویش، د ټپونو پوښل، د واکسینونو تطبیق، د خوارځواکۍ درملنه، د زیږون دمخه او وروسته اړینې روغتیايي مشورې او د کورنۍ پلان جوړونې تنظیمولو په څیر خدمات وړاندې کړي دي.
د اړینو روغتیايي مشورو په برخه کې ۲۹۷۴ نورو ناروغانو ته هم خدمات وړاندې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې، د افغان سرې میاشتې ټولنې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې زرګونو اتباعو ته د وړیا روغتیايي خدماتو وړاندې کولو اعلان کړی و.