دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۴ ساعت ۲۰:۵۹
د مطلب کود : 339095
د معارف فوټبال جام دوهم پړاو د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې پای ته ورسید
د "معارف داستاني جام" په نوم د فوټبال سیالۍ د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې له دریو اونیو وروسته پای ته ورسیدې.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکندي ولایت د فزیکي زده کړې او سپورت ریاست د خپرونو مسؤل حسن پرویز باتور د افغان غږ خبری آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې دا سیالۍ د دې ریاست لخوا د ولایت د خدیر ولسوالۍ د لسو ټیمونو په ګډون سره پیل شوې او د امید خاک فقیر ټیم د اتلولۍ په ګټلو او د الماس داستاني ټیم د دوهم مقام په ترلاسه کولو سره پای ته ورسیدې.
 
هغه زیاته کړه چې سیالي د سلګونو خلکو د سیالۍ هرکلی سره پای ته ورسیده او غوره ټیمونو ته جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.
 
باتور وویل چې د سیالۍ د ترسره کولو موخه د سپورتونو وده او پراختیا، مورال لوړول، ټولنیز پیوستون او د ولسوالۍ په کچه د سپورتي استعدادونو د ودې لپاره یو پلیټ فارم چمتو کول وو.
https://avapress.net/vdceoo8xnjh8x7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته