د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي چې د بلخ ولایت د فوټبال سیالۍ د دولسو ټیمونو ترمنځ د دریو میاشتو سیالۍ وروسته پای ته ورسیدې، او د یاران نور لوبډلې د ۳۱ نمرو سره د اتلولۍ ټرافي وګټله، پداسې حال کې چې د "کدوبارک" فوټبال لوبډله د ۲۸ نمرو سره دوهم مقام ترلاسه کړ.









