افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، د قوس ۱۲مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې دا کسان، چې پخوا په فراه ولایت کې وو، د یوې ټاکل شوې کمیټې لخوا د بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته راستانه شوي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا روږدي کسان له مختلفو سیمو څخه راټول شوي او د تقاضا کمولو څانګې په ۵۰۰ بستریز روغتیايي کمپ کې روغتون ته لیږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې ټول د درملنې پروسې بشپړولو وروسته په خوندي ډول خپلو کورنیو ته راستانه شوي دي.