دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۰۰
د مطلب کود : 34109
جوبایډن: طالبان د امریکا دښمنان نه دي
دامریکا د جمهور رییس مرستیال د خبرو په دوام کې وویل: ګورۍ، طالبان زموږ دښمنان نه دي. دا ډیره مهمه او جدې مساله ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رییس مرستیال جو بایډن دنیوز ویک مجلې د یوې پوښتنې په ځواب کي ویلي، که ستاسي مقصد دا وي چې پاکستان دې د داسې یوه افغانستان په څنګ کې ژوند وکړي، چې طالبان په کی واکمن وي، خو دا موږ نه منو او دا ځکه چې دوی القاعده شبکې ته چې متحده ایالاتو ته یو ریښتنی ګواښ دی، پناه ورکړې وه، مرسته یې ورسره کړې وه او ملاتړ یې ترې کاوه.

موږ طالبانو ته ویلي، که چیرې تاسو له القاعده څخه لاس واخلﺉ موږ له تاسو سره ژوند کولای شو. خو طالبانو تر اوسه دا کار نه دی کړی.

د نیوزویک مجلې خبریال له ښاغلي بایډن څخه پوښتنه کړې چې آیا امریکا له طالبانو سره کومه معامله کولای شي؟

ښاغلي بایډن په ځواب کي ویلي، نه. تراوسه یې له طالبانو سره معامله نه ده کړې. دا معامله په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د عملیې یوه برخه ده.

موږ یوازې په افغانستان کې د حکومت تش ملاتړ نه کوو، چې پوځي توان یې زیات کړو، موږ په افغانستان کې د پخلاینې په عملیې کې هم دخیل یو.

دا چې دا عملیه به کار ورکړې او کنه؟ دا جلا خبره ده. زمونږ دریځ دا دی، چې وګورو، افغانستان هغه حالت ته رسیدلی، چې نور په کې هغه خلک چې امریکا او متحدانو ته به یې زیان رساوه، امن ځایونه نه لري. دا بیخی کافي ده، خو موږ تر اوسه دغه حالت ته نه یو رسیدلي.

د امریکا د جمهور رییس مرستیال د خبرو په دوام کې وویل: ګورۍ، طالبان زموږ دښمنان نه دي. دا ډیره مهمه او جدې مساله ده.

تاسې به د جمهور رییس اوباما په هیڅ بیان او خبرو کې پیدا نه کړﺉ چې ویلي یې وي، چې طالبان زموږ دښمنان دي او دا ځکه چې دا خبره د امریکا ملي ګټو ته ګواښونه مخامخ کوي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځې استاد ښاغلې نصرالله ستانکزي آزادي راډیو سره په خبرو کې د امریکا د جمهور رییس مرستیال جوبایډن د څرګندونو په اړه وویل:

″زه فکر کوم چې دا به د افغانستان په جګړې به کوم تاثیر ونه کړي، خو له قراینو نه داسې ښکاري، چې امريکا به مخکې له طالب وسله والو سره مذاکرات کړي وي او دا یوه لوبه ده.

نو اساسي پوښتنه دا ده، چې د افغانستان دولت د هر ډول مذاکرې اصلي لامل ګڼل کیږي او اصلي به د افغانستان دولت وي.″

ښاغلي جو بایډن له نیوز ویک مجلې سره په مرکې کې دغه راز ویلي، فرض کړﺉ، که چیرې طالبان افغان حکومت چې له موږ سره د بدو کسانو په له منځه وړلو کې مرسته کوي، ړنګ کړې، نو په هغه صورت کې به دا زموږ لپاره یوه ستونزه وي. په دې توګه دوې لارې مو په مخ کې دي.

یوه دا چې، په القاعده و باندې فشارونو ته دوام ورکړو، تر څو له منځه لاړ شي. دوهمه لار دا ده، چې افغان حکومت داسې یوه حالت ته ورسوو، چې له طالبانو سره خبرې وکړي، خو طالبان یې د ړنګولو توان ونه لري.

په عین حال کې باید طالبان داسې یوه لوري ته هدایت یا برابر شي، چې له القاعده او یا بلې هرې، هغې ډلې یا سازمان څخه چې امریکا او متحدانو ته یې زیان رسوي، جلا شي او د پخلاینې عملیې کې شامل شي.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoz8x.jh8e7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته