کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دمشق کې په میلیونونوخلکودبشاراسداودخپل نظام په ملاتړکې ستر لاریون وکړ

افغان غږ آژانس(آوا) , 30 قوس 1390 ساعت 20:55

د سورئې د ثبات د ساتلواو دامنیت په ټينګولو کې د خپل هیواد دپوځ د رول او د بشار اسدد حکومت د مدیریت په ملاتړ او همدارازله بهرنیو دسیسو سره د مقابلې لپاره خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړ.


د سورئې په پلازمینې دمشق کې په امویّین چوک کې په میلیونونوسوریاوالودخپل هیواددنظام اودبشاراسدحکومت په ملاتړ کې په لاریون کولو سره د سورئې د ثبات د ساتلواو دامنیت په ټينګولو کې د خپل هیواد دپوځ د رول او د بشار اسدد حکومت د مدیریت په ملاتړ او همدارازله بهرنیو دسیسو سره د مقابلې لپاره خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړ.
ددغه راپورپه اسا س دغه ولسی غونډه چې د ؛د هیواد ملاتړو پرتاسو سلام: په عنوان سره او د سوریاوالو په ولولناک شتون سره هماغه راز زوانه ده ، د سورئې د پوځ چې د خپل هیواد د مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې په لارې کې ئې خپل ځانونه قربان کړي دي ، درنښت وکړ او لاریون کونکو یو ځل بیا د خپل هیواددساتنې په لاره کې د خپل پوځ پرملاتړ ټينګار وکړ
د سورئې ځيني ښارونه له تیرو لسو میاشتو راهسې د لویدیځ تر ملاتړ لاندې د پيلو وسله والو کسانو په لاس ناکراره شوي دي . د سورئې ولس او مسئولانو په ځلونو ویلی دي د بهرنیو دسیسو په وړاندې به هیڅکله غلی کې نه ني .


د مطلب کود: 34118

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/34118/په-دمشق-کې-میلیونونوخلکودبشاراسداودخپل-نظام-ملاتړکې-ستر-لاریون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com