دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۵۴
د مطلب کود : 34205
تر څو چې د شپې عملیات او کور پلټنې ونه درول شي، له امریکا سره به د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک نه شي
جمهور رئیس د هیأتونو د ریپوټونو له اورېدو وروسته وویل: له کلونو راهیسې د افغانستان او ناټو ځواکونو تر منځ خپل سري عملیات او کور پلټنې د یوه جدي ستونزې په توګه مطرح دي او د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیک په لاره کې یوه عمد خنډ همدا دی.
 هغه دولتي پلاوي چې د جمهور رئیس په حکم د ناټو ځواکونو د بریدونو له امله په کندهار، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې د رامنځ ته شویو ملکي تلفاتو د څېړلو او بررسۍ لپاره ګمارل شوي وو، نن ورځ خپل کاري ریپوټ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي ته وړاندې کړ.

د نوموړو پلاوو مشرانو حاجي محمدظاهر صافي او سناتور عبدالحنان حق ویون په داسې حال کې چې د نوموړو پېښو د شهیدانو یو شمېر پاتې کسان هم حاضر وو، د ریپوټ د وړاندې کولو او د پېښو د تشریح په ترڅ کې وویل چې د ناټو ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو له اطلاع او هماهنګۍ پرته د کندهار په ژېړۍ او میوند ولسوالیو، د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ او د پکتیا په ګردیز ښار کې خپل سري
عملیات ترسره کړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په داسې حال کې چې هېڅ جګړه نه
وه او په سیمه کې هېڅ مخالف وجود نه درلود، یو شمېر بې ګناه وګړي شهیدان او
ټپیان شول.

د نوموړو پلاوو مشرانو وویل چې په دې عملیاتو کې د ناټو قوماندانانو خپله اشتباه منلې ده او له دې امله یې هم د شهیدانو له پاتې کسانو څخه او هم یې د پلاویو له غړو څخه بښنه وغوښته.

جمهور رئیس د هیأتونو د ریپوټونو له اورېدو وروسته وویل: له کلونو راهیسې د افغانستان او ناټو ځواکونو تر منځ خپل سري عملیات او کور پلټنې د یوه جدي ستونزې په توګه مطرح دي او د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیک په لاره کې یوه عمد خنډ همدا دی.

جمهور رئیس ټینګار وکړ: تر څو چې د شپې عملیات او کور پلټنې ونه درول شي، له
امریکا سره به د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک نه شي.

د نوموړو پېښو د شهیدانو پاتې کسانو ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک نور دداسې
هوایي بریدونو او د شپې د خپل سرو عملیاتو ادامه چې د ناټو د ځواکونو له خوا
ترسره کیږي او د بې ګناه ملکي وګړو د تلف کېدو لامل ګرځي، زغملو توان نه لري.
دغه راز دوی وویل چې په دودیزه لویه جرګه کې د افغانستان استازو د ناټو
ځواکونو د خپل سرو عملیاتو د بشپړ بندېدو غوښتنه وکړه چې د هغه پر اساس دولت
مکلف شوی دی، تر څو د افغانستان د خلکو دا غوښتنه په نظر کې ونیسي او د خپل
سرو عملیاتو په درولو کې عملاً اقدام وکړي.

سرچینه: د جمهور رئیس د ویاند دفتر
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs5bf.rhbagp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته