د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د شرابو د څښلو له امله د مړو شوېو شمېر پنځو ته رسیدلی دی.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ته وویل، چې دا کسان وړمه شپه د شیریني خورۍ په مراسمو کې ډیر شراب څښلي او مسموم شوي وو.
ښاغلي صدیقي څرګنده کړه، چې د دوي څیړنې ښیي چې دې ځوانانو میتایل الکول څښلي وو، د ده په خبره لس تنه اوس هم په مسموم حالت کې په روغتون کې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)