د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي، چې په ارزګان، ننګرهار، بغلان او کندهار ولایتونو کې څو تنه وسلوال مخالفان او یوه اندازه وسلې او مهمات نیول شوي دي.
د دفاع وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د بغلان په تاله اوبرفک او د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې درې تنه مشکوک مخالفان او یوه اندازه وسلې او د درنو وسلو مرمۍ نیول شوي اوپه ارزګان ولایت کې څومیله کلاشینکوفونه اوماینونه ترلاسه شوي دي.
دغه راز د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د مین په چاودنه کې د ملي اردو دوه عسکر ټپیان شوي دي.
په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو له خوا ډیره اندازه مهمات، ماینونه او د بېلابېلو وسلو ګولۍ ترلاسه شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)