دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 34490
په اندونیزیا کې په ډوبې شوې بیړۍ کې د ۳افغانانو جسدونه موندل شوي
د دې وزارت ویاند جانان موسی زي نن خبریالانو ته وویل، چې د مړو د لټون عملیات په اندونیزیا کې پای ته رسیدلی، خو د جسدونو د پیژندلو هڅې لا هم دوام لري.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په اندونیزیا کې په ډوبې شوې کښتۍ کې د دریو افغانانو جسدونه موندل شوي دي.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي نن خبریالانو ته وویل، چې د مړو د لټون عملیات په اندونیزیا کې پای ته رسیدلی، خو د جسدونو د پیژندلو هڅې لا هم دوام لري.

دی وایي، هغه افغانان چې په دې پیښه کې ژغورل شوي نولس تنه دي او دغه راز هغه جسدونه چې پیژندل شوي درې په کې افغانان دي.

ده څرګنده کړه، چې د اټکل له مخې په دې کښتۍ کې چې سترالیا ته روانه وه او د اندونیزیا اړونده اوبو کې ډوبه شوه ټول یوسل او درې تنه مړه شوي او نهه څلویښت تنه نور ژغورل شوي دي.
سرچينه : افغان غ آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchvknx.23nkwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته