افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر عبدالسلام عمري نن، د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا پیښه په دامان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي. تیره اونۍ په ننګرهار کې د چت د نړېدو له امله اووه کسان مړه شوي دي.
د اسلامي امارت په وینا، د وروستیو بارانونو له امله په هیواد کې له ۶۰ څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.