د کونړ ولایت په چوکي ولسوالۍ کې د ۹۷ میلیونه افغانیو څخه زیاتو په ارزښت د ۵۹ مختلفو پرمختیایي پروژو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، د اوبو لګولو کانالونو او محافظتي دیوالونو جوړول شامل دي. د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې پراختیایي پروژې پلي شوي دي.