افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د کونړ ولایت په چوکي ولسوالۍ کې د ۹۷ میلیون افغانیو څخه زیاتو لګښتونو سره ۵۹ بیلابیلې پراختیايي پروژې د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لارې پلي او عملي شوي دي.
په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، د اوبو کانالونو او محافظتي دیوالونو جوړول شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژو په جریان کې سلګونو کارګرانو ته دندې ورکړل شوې دي او د دوی په بشپړیدو سره، د دې ولسوالیو د اوسیدونکو د چاپیریال ستونزې په اړوندو سکتورونو کې حل شوې دي.