افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د تصویب شوي تفصيلي پلان پر بنسټ، د زابل په مرکز، قلات ښار کې د کډوالو او اجباري راستنیدونکو لپاره د دوهمې استوګنې په سیمه کې د ځمکې د نمرو د ویش پروسه د دې ولایت د ښاري پراختیا او کور جوړونې ریاست، د کډوالو چارو ریاست او ورسره ملګري پلاوي په همکارۍ پیل شوې ده.
د باختر په وینا، د زابل ولایت د ښاري پراختیا او کور جوړونې رییس ویلي چې کډوالو ته د نمرو د ویش پروسه د دې ریاست او د کډوالو چارو ریاست د تخنیکي ټیم لخوا چمتو شوي پلان پر بنسټ پیل شوې او ټاکل شوې ده چې په لنډ وخت کې بشپړه شي.
هغه دا هم زیاته کړه چې د ځمکې د امتیازونو د ویش لپاره تخنیکي کمیټې ته اړین سپارښتنې ورکړل شوي دي ترڅو دا امتیازونه د مستحقو مهاجرینو او راستنیدونکو ته د استحقاق اصل په پام کې نیولو سره او د تصویب شوي پلان سره سم وویشل شي.