افغان غږ خبری آژانس: ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې د سمندري امنیت اتم ګډ کمربند تمرین به د روان کال د فبروري په وروستیو کې د شمالي هند سمندر په سیمه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو، د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د سمندري ځواکونو او د چین او روسیې د سمندري ځواکونو د واحدونو په ګډون سره ترسره شي.
د فارس په وینا، دا تمرین په ۲۰۱۹ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو په نوښت پیل شو او تر اوسه پورې اووه ځله ترسره شوی دی.