افغان غږ خبری آژانس: ثاقب د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د راتلونکي کال د حج لپاره د افغانستان د هر حاجی د ګډون لګښت ۲۶۶۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی، چې د تیر کال په پرتله ۱۵۶۹۰ افغانۍ کموالی ښيي.
د ښاغلي ثاقب په وینا، د حج د پروسې ټول لګښت ۷ میلیارده ۸۱۸ ملیونه ۳۰۷ زره ۲۰۰ افغانۍ دی.
ثاقب وویل چې په ایران، پاکستان او نورو هیوادونو کې د مجاهدینو او افغان کډوالو لپاره جلا کوټه هم پیژندل شوې ده، او سعودي عربستان ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به افغانستان ته نورې کوټې ځانګړې کړي.
هغه وويل چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په ټول هېواد کې ۸۷،۱۰۴ د حج غوښتونکي وو چې مخکې یې نوم لیکنه کړې وه. هغه زیاته کړه چې سږ کال، افغانستان ته د ځانګړې شوې کوټې ډېره برخه دغو غوښتونکو ته ځانګړې شوې ده.
وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږدولو لپاره له اریانا او کام ایر سره قراردادونه لاسلیک شوي دي.