افغان غږ خبری آژانس: د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو نړیوال جام به د شنبې، (د فبروري له ۷مې څخه د مارچ تر ۸مې، ۲۰۲۶) پورې ترسره شي او په ګډه به یې کوربه توب هند او سریلانکا وکړي.
دا سیالۍ به د هند په پنځو لوبغالو او د سریلانکا په دریو لوبغالو کې د نړۍ د ۲۰ غوره ټیمونو په ګډون ترسره شي.
دا د ICC د نارینه وو د شل اوریزو نړیوال جام لسمه نسخه ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) تر څارنې لاندې به ترسره شي، او په ټولیزه توګه به د ګروپ مرحلې څخه تر وروستي اتو، نیمه پایلوبو او فاینل پورې 55 لوبې ترسره شي.
د هیواد د کرکټ ملي لوبډله، چې د کاناډا، نیوزیلینډ، سویلي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ګروپ 4 کې ده، به په ګروپ مرحله کې څلور لوبې وکړي.