افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وویل چې د اوبو رسولو په شبکه کې د ۱۰۰ متره ژورې څاه کیندل شامل دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د ۲۰ متر مکعب ظرفیت لرونکي د اوبو د ذخیرې جوړول، د ۴۲۹۰ مترو پایپونو پلي کول او د ۱۲ لمریزو تختو نصب کول هم د دې پروژې یوه برخه ده، چې ۲۵۶ کورنۍ به د څښاک د پاکو اوبو څخه ګټه پورته کړي.