افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن اعلان وکړ چې د کار او ټولنیزو چارو د وزیر ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ د کار او ټولنیزو چارو د وزیر مرستیال، د اړوندو ادارو چارواکو، د کارګرانو اتحادیو، د خصوصي سکتور استازو او د شرکتونو د کارګمارونکو او کارګرانو یو شمیر استازو په شتون کې ترسره شو.
ویل شوي چې په دې غونډه کې په فابریکو او شرکتونو کې د کارګرانو او کارګمارونکو ترمنځ د اړیکو، د کار شرایطو، معاشونو، قراردادونو، د کار څخه راپورته کیدونکو ستونزو او شخړو او همدارنګه د موجوده شکایتونو د حل په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې، ترڅو په کارځای کې د ټولو خواوو حقونه ډاډمن شي.
ملا عبدالمنان عمري ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: "د کارګرانو او کار ورکوونکو ترمنځ د شخړو عادلانه او قانوني حل د ټولنیز عدالت، د کار ثبات او اقتصادي ودې د ترلاسه کولو لپاره بنسټیز اهمیت لري، او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دواړو خواوو د حقونو ساتنې ته په بشپړه توګه ژمن دی."