په دوحه کې د افغانستان سفارت ویلي چې په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د قطر د ښاروالۍ له وزیر سره ولیدل او د کابل او دوحې ښاروالیو ترمنځ د ګډې همکارۍ د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې. په دې غونډه کې دواړو لوریو د سړکونو د جوړولو او ترمیم، د هوايي او ځمکنیو پلونو د جوړولو او د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.









