دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 345226
په هلمند کې د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" درې ورځنی ملي نندارتون د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ (د دلوي ۱۲مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د دې نندارتون د جوړولو موخه د هیواد د صنعتي ظرفیتونو ښودل، د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ پراخول، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او د سوداګریزو فرصتونو د لا پراختیا لپاره د مثبت فضا رامینځته کول دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي اعلامیه وايي چې په دې نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، مصالحو او ساختماني موادو په سکتورونو کې د مختلفو محصولاتو شاوخوا پنځوس غرفې فعالې وې، چې د کابل، مزار شریف، هرات، کندهار، پکتیکا او د هیواد د نورو ولایتونو صنعتکارانو پکې برخه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده چې دا نندارتون به د اقتصادي ودې، د پانګونې فرصتونو زیاتوالي او د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ په پراخولو کې مهم رول ولوبوي.
https://avapress.net/vdchimnx-23nkid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته