افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې دا طبي تجهیزات، چې د یونیسف لخوا د ۵۰،۰۰۰ ډالرو په ارزښت اخیستل شوي، د اړتیا پر بنسټ روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته ورکړل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف ډاډ ورکړ چې دا تجهیزات به د ناروغانو په درملنه کې په اغیزمنه توګه وکارول شي.
د یادونې وړ ده چې مخکې د هند جمهوریت د عامې روغتیا وزارت سره روغتیايي مرسته کړې وه.