د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوه اړخیزو اړیکو او پر وخت معلوماتو د پیاوړتیا لپاره د کندز ولایت د رسنیو د چارواکو، خبریالانو او د اماراتو د ادارو د ویاندویانو په شتون کې د همغږۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې د شفافیت د رامنځته کولو، د لاسته راوړنو د شریکولو او د خبریالانو د کاري ننګونو د حل لپاره د میاشتنیو غونډو د دوام ټینګار وشو.









