دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۴ ساعت ۲۰:۲۰
د مطلب کود : 345310
په غور ولایت کې د غلا په تور درې کسان نیول شوي دي
پولیسو وویل چې د غور ولایت په مرکز کې درې کسان د غلا په تور نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالرحمن بدري افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د ولایت امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښارګوټي کې درې غله د ۵۰۰،۰۰۰ افغانیو نغدو پیسو او ۲ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت سره زر سره نیولي دي.
 
هغه زیاته کړه چې دغو کسانو پیسې او سره زر د استوګنې له یوه کور څخه غلا کړي دي.
 
هغه وویل چې امنیتي او استخباراتي ځواکونو د غور-هرات پولې ته څېرمه د تخت درې سیمې څخه درې کسان د غلا شویو پیسو او سرو زرو سره نیولي دي.
 
هغه وویل چې نیول شوي کسان د پولیسو تر څارنې لاندې دي او پلټنې روانې دي.
https://avapress.net/vdcb8sbfgrhbafp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته