افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) له رییس سټیفن سره ولیدل او د ښاري پراختیا پروګرامونو او لومړیتوبونو په اړه یې بحث وکړ.
په دې غونډه کې، د کډوالو کورنیو لپاره د معیاري میشت ځایونو ډیزاین، د پلان سره سم د نویو ښارونو جوړول، د چټک ښاري ودې مدیریت او د ګډې همکارۍ پیاوړتیا باندې ټینګار وشو.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام رییس هم د وزارت سره د دوه کلنې ستراتیژۍ ملګرتیا اعلان کړه او ویې ویل چې د سازمان تمرکز په بشري مرستو دی.