دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 345327
د کار عالي شورا څلورمه غونډه په هیواد کې د کاري فرصتونو د پراخولو په هدف ترسره شوه
د کار عالي شورا څلورمه منظمه غونډه د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ او د خصوصي سکتور د استازو او د اړوندو ادارو د چارواکو په شتون کې ترسره شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې په دې غونډه کې د کار فرصتونو پراخولو، د ملي اقتصاد د ودې، د کارګرانو د حقونو د ساتنې او په کارځای کې د عدالت د تامینولو ټینګار شوی دی.

د غونډې په پای کې، د وزارتونو او اړوندو ادارو ترمنځ د ګډې کمیټې د جوړولو لپاره موافقه وشوه ترڅو د بې کارۍ کچه راټیټه شي او د کار فرصتونه برابر شي.

د یادونې وړ ده چې پخوا د هیواد ځوانان د کار لپاره بهر ته تلل او د کار فرصتونو د رامنځته کولو هڅې یو مثبت ګام ګڼل کیږي.
https://avapress.net/vdcj8ietauqextz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته