افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د ګمرک له عمومي رییس مولوي امین الله زوهیب سره وکتل او د نیمروز ولایت د سرحدونو د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
د نیمروز ولایتي دفتر ویاند مولوي عبدالمتوکل توحیدي وویل چې په دې غونډه کې د سرحدونو د وضعیت، ګمرکي چارو، د کاري پروسې د ښه والي او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحث وشو. د ګمرک په سکتور کې ننګونې او د سرحدي چارو د اغیزمن مدیریت لپاره ستراتیژۍ هم وڅېړل شوې.
په دې غونډه کې، د نیمروز والي د سرحدي چارو په اغیزمن مدیریت، د ګمرکي چارو په شفافیت او د خدماتو د وړاندې کولو په اسانتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې اړینې لارښوونې وړاندې کړې.
د دې غونډې په پای کې، د څارنې د پیاوړتیا، د مسؤلو ادارو ترمنځ د همغږۍ د ښه کولو، د موجوده ستونزو د حل او د ګمرکي او سرحدي چارو په سکتور کې د خدماتو د کیفیت د ښه کولو لپاره اړینې پریکړې وشوې.