افغان غږ خبری آژانس - هرات: دا غونډه د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد، مرستیال والي، مستوفي، د مالیې وزارت رییس، سیمه ییزو چارواکو، ملي سوداګرو او د خصوصي سکتور پانګوالو په شتون کې ترسره شوه. د انرژۍ او اوبو وزیر د بهرنیو هیوادونو سره د سوداګریزو لارو پرانیستلو، د فابریکو فعالولو او د اوبو مدیریت ته په اشارې سره د بخش آباد بند د جوړولو په ګډون د پراختیایي پروژو د پرمختګ په اړه راپور ورکړ او له سوداګرو یې وغوښتل چې د هیواد د ځان بسیاینې او پرمختګ په لور پانګونه وکړي.
د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ملا محمد طاهر زکریا او د صرافانو اتحادیې مشر محمد نعیم شیواني د شفاف او الکترونیکي مالیاتي سیسټم د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د مالیاتي پروسې د چټکولو، د بریښنا چمتو کولو، صنعتي پارکونو د جوړولو او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه. دوی د بخش آباد بند، شیخ ابو نصر بندر سړک، بانکي تضمینونو، مالیاتو، د کار جوازونو، کرنې، صنعت او سوداګرۍ سکتورونو کې ستونزې هم راپورته کړې او د هغوی د سمدستي حل په اړه یې ټینګار وکړ.
د فراه د والي مرستیال مولوي رحیم الله محمود او د خیر هڅونې او بدۍ مخنیوي وزارت مشر مولوي عبدالمجید صمیم په سوداګریزو فعالیتونو کې په صداقت او اعتبار ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې ملي بودیجه د مالیاتي عوایدو، ګمرکي محصولاتو او نورو سرچینو له لارې تمویل کیږي، او ښاریان کولی شي د هر ډول غفلت په اړه اړوندو چارواکو ته راپور ورکړي.
د فراه د مستوفي مولوي شفیع الله فایز د دې غونډې هدف د ولایت په کچه د مالیاتي ستونزو پیژندل، شریکول او حل کول اعلان کړل. په پای کې، د مالیې وزارت د پلاوي مشر ملا محمد نیکمل د افغانستان د مالیاتي سیسټم په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د مالیاتو راټولول د نافذه قوانینو سره سم ترسره کیږي او دا سرچینې د دولتي لګښتونو د پوره کولو او د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره کارول کیږي.