دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۴ ساعت ۲۰:۵۵
د مطلب کود : 345416
العربي الجديد: د ايران او امريکا د خبرو اترو ځای لا تر اوسه مشخص نه دی
العربي الجديد ورځپاڼې د ايراني سرچينو په حواله راپور ورکړی چې د ايران او امريکا د راتلونکو خبرو اترو د وخت او ځای په اړه لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
افغان غږ خبری آژانس: العربي الجديد ورځپاڼې نن (سه شنبه) د ايراني سرچينو په حواله راپور ورکړی چې د خبرو اترو د وخت او ځای په اړه وروستۍ پرېکړه لا تر اوسه تر غور لاندې ده او هيڅ شی هم مشخص نه دی.
 
د راپور له مخې، يو بل هېواد هم د ممکنه کوربه توب په لېست کې دی، او له همدې امله ښايي خبرې اترې په ترکيه کې ترسره نشي.
 
العربي الجديد دا هم يادونه وکړه چې ځينې عربي او اسلامي هېوادونه به هم په خبرو اترو کې برخه واخلي.
 
د قطر رسنيو زياته کړه چې د ځينو عربي او اسلامي هېوادونو په شتون سره د خبرو اترو وړانديز د تهران يو نوښت و او موخه يې د سيمه ييزې همکارۍ پياوړتيا او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د رغنده تعامل لپاره خبرې اترې په فرصت بدلول دي.
https://avapress.net/vdcizwapqt1a552.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته