افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت د روغتیا خدماتو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د سرطان په اړه د پوهاوي په یوه غونډه کې وویل چې وزارت د سرطان تشخیص او درملنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د سرطان لپاره تخصصي روغتیايي خدمات پراخ کړي، د تشخیص او درملنې معیاري سیسټم رامینځته کړي، او د روغتیا پرسونل او عامه پوهاوي ظرفیت لوړولو لپاره پروګرامونه په منظم ډول پلي کړي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیا خدماتو مرستیال د سرطان ناروغیو په وړاندې ترټولو اغیزمنه مبارزه د دې ناروغۍ په وخت تشخیص وبلله، او عامه پوهاوی پدې برخه کې بنسټیز رول لوبوي.
د مولوي عبدالولي حقاني په وینا، د سرطان پر وړاندې مبارزه یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د ټولو خلکو مسؤلیت هم دی.