افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له استازي عرفات جمال سره ولیدل ترڅو د راستنیدونکو پورې اړوند بیلابیلو مسلو په اړه بحث وکړي.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې راستنیدونکو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او د کار په ډګر کې د شته خنډونو د لرې کولو په اړه بحث وشو.
سرچینې د عرفات جمال له قوله ویلي چې کونړ ولایت ته د راستنیدونکو لپاره سلګونه خیمې چمتو شوي او ډیر ژر به سیمې ته واستول شي.
هغه زیاته کړه چې دوی هڅه کوي چې اړینې مرستې راجلب کړي او د افغان راستنیدونکو ملاتړ لپاره بدیل لارې ومومي.
په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وویل چې د ژمي په رارسیدو سره اسلامي امارت راستنیدونکو ته د خوراکي توکو سربیره د نغدي مرستو ورکولو پروسه پیل کړې ده؛ خو هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید بشري مرستې په سیاسي مسایلو پورې ونه تړي.
د یادونې وړ ده چې سږ کال له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه په بې ساري کچه لوړه شوې ده.