دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۴ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 345565
د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه تر ۱۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي
د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د متحده عربي اماراتو حکومت د خپل هیواد د "ملي ورځې" په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیان خوشې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د متحده عربي اماراتو حکومت د خپل هیواد د "ملي ورځې" په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیان خوشې کړي دي.
 
د دې اعلان پر بنسټ، یو شمېر خوشې شوي بندیان هیواد ته راستانه شوي او د پاتې کسانو راستنیدل به په نږدې راتلونکي کې د قانوني او اداري پروسیجرونو له بشپړولو وروسته ترسره شي.
 
د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د حکومت او اړوندو ادارو د همکارۍ او بشري اقداماتو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې په بهر کې د افغان بندیانو د قضیو تعقیب به دوام ولري.
https://avapress.net/vdcd9k0skyt0ok6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته